|
طالبان ادعاکوی چې دوه برمته شوی المانیان ئې وژلی دی

22-07-07, 10:14 PM
په افغانستان کې یاغی طالبان وائې، دټاکل شوی نیټی نه وروسته چې المان او افغان حکومت ددوی غوښتنی ونه منلی نو دوه برمته شوی المانیان ئې وویشتل او وی وژل.
په مرکزی افغانستان کې د دو المانی انجینرانو دتښتولونه دری ورځی وروسته نن دشنبی په ورځ دطالبانو یو نطاق دغه ادعا وکړه.
رپوټونه وائې، دغه برمته شوی کسان یوساعت ترمنځ ووژل شول. د المان دبهرنیو چارو وزارت وائې، دوی ته ددغو کسانو دوژلو په باره کې مستقل کوم خبرندی رسیدلی.
طالبانو وویل، که المان له افغانستان نه خپل دری زره عسکر ونه باسی نو دوی به برمته شوی کسان ووژنی. طالبانو داغوښتنه هم کړی چې ټول بندی شوی طالبان دی خوشی کړی شی.
له بل پلوه جنوبی کوریا په هغو پلانو باندی بیا ټینگاروکړ چې غواړی دکال په اخرکی له افغانستان نه خپل دوه سوه عسکر اوباسی.
جنوبی کوریا دغه تبصره یوه ورځ وروسته له هغې وکړه چې یاغی طالبانوددغه هیواد لږترلږه (١٨ ) اتباع وتښتول اووی ویل، دوی به دغه وروسته له هغې خوشی کړی که سیول له افغانستان نه خپل عسکر اوباسی.
دجنوبی کوریا جمهورریئس ( نوموهیون) دبرمته شوو کسانو دسمدستی خوشی کولو غوښتنه کړیده. دجنوبی کوریا عیسوی مبلغین هغه وخت وتښتول چې ددوی بس سرویس له کابل نه کندهارته روان و.
__________________
کدی حال تان پوچھیا کر
دل دے تھورے ہین کج ویکھ کےروسیا کر
|
پاکستانی
ناظم اعلی
تاریخ شمولیت: Jun 2007
مقام: پاکستان
عمر: 25
مراسلات: 5,292
شکریہ: 10,319
3,108 مراسلہ میں 7,466 بارشکریہ ادا کیا گیا
|
|